CRI Online

د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون به د چين د نوي پړاو د ورخلاصون لپاره تامين برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 16:53:29

له يوې خوا د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا ګامونه ورو دي، خو له بلې خوا د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ په لوري د نوي پړاو او لوړې کچې د ورخلاصون ګامونه پورته کوي. يو د پام وړ عمل دا دی چې د چين د ملي ولسي کانګريس څه باندې ۲۹۰۰ غړي په بېجينګ کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون په اړه پر لايحې د بحث په حال کې دي، چين غواړي چې د نوموړي قانون له لارې د بهرنيو سوداګرو پانګونې وهڅوي، د دوی قانوني حقونه او ګټې ساتي او د قوانينو سره سمې ادارې، نړيوال کېدو او اسانه کېدو سوداګريز چاپيريال اباد کړي، څو د نوي پړاو د ورخلاصون لپاره تامين برابر کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې نظر دی چې د چين اقتصاد په تېرو ۴۰ کلونو کې د ورخلاصون تر شرايطو لاندې پرمختګ موندلی دی. د چين اقتصاد به په راتلونکي کې د چټک پرمختګ له مرحلې څخه د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ مرحلې ته بدل شي، دا چلند به د ورخصلاون پياوړتيا ته اړتيا ولري. چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصادي ځواک، د مالونو د معاملو لومړی لوی هېواد او د خدمتي سوداګرۍ دوهم لوی هېواد دی او د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون د مسودې د جوړولو په بهير کې يې پر هغو اصولو ټينګار کړی چې بهير بايد پرانيستی او شفاف وي، بايد د چين د دولتي وضعيت پر نبسټ نړيوال مقررات په پام کې ونيول شي او بايد چيني او بهرنيو پانګو ته مساوي مقام ورکړل کيږي.

د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون په مسوده کې د عمومي اصولو، د پانګونې د هڅونې، د پانګونو د ساتنې، د پانګونو د ادارې، قانوني مسئوليتونو او اضافي مقرراتو په شمول ۶ برخې شاملې دي، که څه هم يوازې ۴۱ مادې لري او محتويات يې ساده دي، خو ارزښت او رول يې ساده نه دی، دغه مسوده د نړيوالو پاملرنې ته ځواب دی او هغوی ته د ورخلاصون په اړه د چين باور څرګندوي.

د څېړوونکو په اند د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون د جوړولو اصلي موخه دا ده چې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې د جلبولو، هڅونې، ساتنې او ادارې په برخو کې د ميکانيزم بنسټيز چوکاټ او اصلي مقررات تاييد شي، په راتلونکي کې به په چين کې د بهرنيو سوداګرو نورې ټولې مسئلې د چين له اړوندو قوانينو سره سم په عادلانه، برابر او روڼ ډول حل شي. د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون په مسوده کې هغه ماده چې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو په اړه به د امنيتي نظارت نظام جوړ شي او له مخې به يې هغه بهرنۍ پانګې تر نظارت لاندې ونيول شي چې د چين پر امنيت اغېز يا احتمالي اغېز لرونکي وي، او دا د چين د ملي حاکميت يوه برخه ده او د بېلا بېلو له شوو مقرراتو سره سمون هم لري. امريکا او اروپايي ټولنې هم تر دې مخکې دغسې نظام جوړ کړی او په دې وروستيو کې يې په لا جدي توګه عملی کړی دی. نو د يادې مادې شتون د حيرانتيا وړ نه دی.

د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګريس دې ته اشاړه کړې چې په چين کې بايد هرې ثبت شوې تصدي ته په برابر او مساوي سترګه وګورو. امکان شته چې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون مسوده به د چين د ملي ولسي کانګريس په روانه کلنۍ غونډه کې تصويب شي او د بهرنيو پانګو په اړه به د پخوانيو دريو قوانينو ځای ونيسي، دا به د ميکانيزم په برخه کې د چين د ورخلاصون د پياوړتيا يوه مهمه نښه وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای