CRI Online

د چين کارپوهه: د هېواد د متداولې ژبې او الفبا دودوالی په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د پرمختيايي حق د ضمانت لپاره مهم مخکې شرط دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 18:42:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا ۴۰مه غونډه په ژنيو کې تر سره شوه. د چين د بشري حقوقو د څيړنيزې ټولنې غړي، د شينجيانګ پوهنتون د سياسي او عامه اداري چارو د پوهنځي پروفيسرې زورياتي سمائيل د مارچ په ۸مه نېټه د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګ تر عنوان لاندې يوه ناسته کې وويل، چې د هېواد د متداولې ژبې او الفبا دودوالی په شيجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د پرمختيايي حق د ضمانت لپاره مهم مخکې شرط دی.

نوموړې وويل، د هېواد د متداولې ژبې او الفوبا دودوالی له بې وزليتوب څخه د مختلفو قومونو د خلکو د وتلو مهم تدبير دی، د پيسو، استعداد لرونکو کسانو او تخنيکونو په شمول د توليدي عواملو د راجلبولو لپاره ګټور دی او د هېواد د عصري کېدو په بهير کې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ګډون مهمه لار هم ده.

نوموړې پر دې ټينګار وکړ چې د هېواد د متداولې ژبې او الفبا دودوالی د ملي لږکيو د قومي ژبو له ساتلو سره په ټکر کې نه دی او موخه يې دا ده چې د هېواد د متداولې ژبې او قومي ژبو ترمنځ ګډ پرمختګ پياوړی کړي. د چين حکومت د متداولې ژبې د مروجولو تر څنګ د قانون سره سم د قومي ژبو پرمختګ ضمانت کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای