CRI Online

د مصر زياتو خبري رسنيو له شيجيانګ څخه د لېدنې په اړه د معلوماتو په خپرولو سره د چين د ملي يووالي او ټولنيزې همغږۍ ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-09 18:46:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مصر د خبري رسنيو پلاوي د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر او په مصر کې د چين د سفارت په بلنه د جنورۍ په وروستۍ لسيزه کې د چين له شيجيانګ څخه لېدنه وکړه. د (( اهرام )) او (( ګوهوريا)) په شمول د مصر زياتو برخوالو لويو خبري رسنيو په ورځپاڼو او ويبپاڼو کې د اړوندو خبرونو ځانګړې پاڼې جوړې کړې او په دې اړه يې ستاينه وکړه چې د چين د ملي يووالي او مذهبي چارو په برخو کې کارونه ښه تر سره شوي او د ټولنيز ثبات او همغږۍ د ساتنې په برخه کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای