CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې د دوهمې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 15:47:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې د دوهمې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته د مارچ د ۹مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. د دغې کمېټې ۱۴ غړو په دغه ناسته کې د اقتصاد او د ايکولوژيک مدنيت د ابادۍ په اړه ويناوې وکړې. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئيس وانګ يانګ په دغه ناسته کې ګډون وکړ.

د دغې کمېټې غړي يانګ وي مين په خپله وينا کې وويل، چې اوسمهال د چين عمومي اقتصاد ارام او ثابت دی، خو د ارامتيا تر شا د بدلونونو د رامنځته کېدو په مناسبت اندېښنې شته. که څه هم اقتصاد د نرمېدو له فشار سره مخامخ دی، خو د اوږدې مودې لپاره د چين د اقتصاد د ښه پرمختګ لوری نه دی بدل شوی. د چين اقتصاد به د چين کمونېست ګوند تر ټينګې لارښوونې لاندې د بازار د عمده ځواک د پر له پسې نوښت پر بنسټ د څو سوه مليونو کسانو د ګډو کوښښونو په رڼا کې د ستونزو په ليرې کولو سره ښه راتلونکې ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای