CRI Online

شي جين پينګ: د منځنيو او کوچنيو تصديو او ځوانانو لپاره به د نوښت او پرمختګ ښه شرايط برابر شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 21:47:02

شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د چين ملي ولسي کانګريس په دوهمه کلنۍ غونډه کې د فو جيان ولايت د استازو په ناسته کې پر دې ټينګار وکړ چې د نوښت او د چارو د جوړونې لپاره دې ښه چاپيريال برابر شي، څو د ټولې ټولنې د نوښت او چارو جوړونې خوځنده ځواک پياوړی شي او په نړۍ کې د چين اغېز او د سيالۍ قوت لوړ شي. نوموړي ټينګار وکړ چې د منځنيو او کوچنيو تصديو او ځوانانو لپاره بايد ګټور شرايط برابر شي. د ميکانيزم دغه مسئلې بايد حل شي چې د نوښت او د چارو د جوړونې پر وړاندې خنډونه دي، د ملکي اقتصاد د پرمختګ لپاره دې هڅوونکې تګلارې عملي شي او د ټولو ډولونو تصديو لپاره دې مساوي، شفاف او له قوانينو سره سم چاپيريال برابر شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای