CRI Online

شي جين پينګ: د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ په بهير کې دې پخواني انقلابي اساسي سيمې وروسته پاتې نه شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-10 21:39:00

شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګريس د فو جيان ولايت له پلاوي سره په مباحثوي ناسته کې وويل، چې روان کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی، موږ بايد د پخوانيو انقلابي اساسي سيمو خلک هير نه کړو، دغه سيمې بايد د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ په بهير کې وروسته پاتې نه شي. فو جيان ولايت د چين له مشهورو انقلابي اساسي سيمو څخه يو دی. د تېرې پېړۍ په جنګي زمانه کې د چين د کمونېست ګوند له خوا د جوړو شويو انقلابي اساسي سيمو څخه و او د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو لپاره يې لوي خدمتونه کړي دي. خو د طبيعي شرايطو په شمول د يو شمېر عواملو له امله د چين د پخوانيو انقلابونو زياتې پخوانيو انقلابي اساسي سيمې د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ څخه وروسته پاتې دي. شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګريس له جوړېدو راهيسې ډېر ځله له دغو سيمو څخه لېدنې او څېړنې کړې او د دې سيمو د خلکو ژوند ته پام لري. هغه داسې ويلي چې د پخوانيو انقلابي اساسي سيمو خلک بايد لا ښه او نيکمرغه ژوند ولري او دوی بايد له اصلاحاتو او پرمختګ څخه ګټې واخلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای