CRI Online

امريکايي چارواکی: ډونالډ ټرمپ له کيم جونګ اون سره درېيمې ليدنې ته خوشبينه دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 09:29:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر د دولتي امنيتي چارو سلاکار جون بولتن د مارچ په ۱۰مه نېټه وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له مشر کيم جونګ اون سره درېيمې ليدنې ته خوشبينه دی.

بولتن په همدې ورځ د امريکا د ABC تلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې ټرمپ له کيم جونګ اون سره د ښو شخصي دوستانه اړيکو په باب باور لري. د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ درېيمه ليدنه تر اوسه ټاکل شوې نه ده، خو ټرمپ چمتو دی چې له ديموکراتيکې کوريا سره تماس ونيسي. هغه غواړي له دې هېواد سره مناسب تړون لاسليک کړي. امريکا بايد د ديموکراتيکې کوريا په تازه وروستي حالت باندې پوه شي او بايد دا معلومه کړي چې ايا ديموکراتيکې کوريا ژمنې مراعات کړي که نه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای