د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په لسمه نېټه خبريالانو ته وويل چې د اتوپيا هوايي شرکت د خپرې شوې اعلاميې له مخې، پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۱۰ مې نېټې په سهار د ياد شرکت يوه الوتکه تر الوتنې لږ څه وروسته ولوېدله، دغه الوتکه د کينيا له پلازمينې نايروبي څخه د اتوپيا د پلازمينې اديسابابا په لور روانه وه. په الوتکه کې ۱۴۹ مسافرين او د الوتکې ۸ تنه عمله سپاره وو، چې ټول مړه شوی دی. په دغه الوتکه کې ۸ تنه چينايان وو چې يو يې د هانګ کانګ اوسيدونکی و.
لو کانګ وويل چې موږ پر وژل شويو کسانو ژور خپګان او د وژل شويو کسانو خپلوانو سره خواخوږي او همدردي څرګندوو. چين هيله لري چې د اتوپيا اړوندې ادارې خپل کارونه په سمه توګه تر سره کړي او ژر تر ژره د الوتکې د لوېدو لامل پيدا او پر وخت چين ته د څېړنيز مالومات ور کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت او په اتوپيا کې د چين سفارت به په مداومه توګه اړوند مالومات وڅېړي او د وژل شويو چينايانو له خپلوانو سره به فعاله مرسته وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |