د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په هند کې دټاکنو کمېسيون د مارچ په ۱۰مه نېټه په نوي ډيلي کې د ۲۰۱۹ کال د عمومي ټاکنو اجنډا خپره کړه.
د دغې اجنډا له مخې، د هند ټاکنې به راتلونکي اپريل له ۱۱مې نېټې نه پيل شي، په ۷ پړاوونو به وويشل شي او د راتلونکي مې په ۲۳مه نېټه به پايله ولري.
د هند د خبري رسنيو خبر له مخې، د سږ کال د ټاکنو لپاره نژدې ۹۰۰ مليونه هنديان د رايو ورکولو شرايط برابر دي چې دغه شمېر د ۲۰۱۴ کال د تېرو ټاکنو په پرتله څه باندې ۸۰ مليونه تنه زيات شوی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |