CRI Online

د فلسطين ولسمشر د حکومت نوی صدراعظم وټاکه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 09:53:33

د فلسطين رسمي اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د مارچ په لسمه نېټه محمود شتايح د حکومت صدراعظم په توګه وټاکه او ور ته يې امر ورکړ چې نوی حکومت جوړ کړي.

محمد شتايح په ۱۹۵۸ کال کې زېږېدلی دی. هغه د فلسطين ملي ازاد بښونکي غورځنګ يعنې د الفتح سازمان د مرکزي کميټې غړی او د دغه هېواد د عامه پروژو او د استوګنو وزير په توګه دندې تر سره کړې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای