CRI Online

په مېلبورن کې د چين لوبډلې د ۲۰۱۹ کال لپاره جمناستيک جام سيالۍ کې څلور طلايي مډالونه، درې نقريي مډالونه او درې د برونزو مډالونه و ګټل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 10:12:12

په مېلبورن کې د ۲۰۱۹ کال لپاره جمناستيک جام سيالۍ پايلوبه د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه تر سره شوې، د چين لوبډلې په همدې ورځ دوه طلايي مډالونه، درې نقريي مډالونه او يو د برونزو مډال وګټل.

(اواز۱) په مېلبورن کې د ۲۰۱۹ کال لپاره جمناستيک جام سيالۍ د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه پرانيستل شوې. د چين لوبغاړي ليو يانګ د نارينه وو په ګړيو باندې زنګېدلو په سيالۍ کې طلايي مډال وګاټه او فان يي لين د ښځينه وو لوړ ڼيټ پارالل سيالۍ کې طلايي مډال وګاټه.

فان يي لين د ۲۰۱۸ کال په پای کې د المان په کوټبوس کې د جمناستيک جام کې ۸ نمبر وپيژندل شو خو دا ځل هغې خپله سويه لوړه کړې او ښه لاسته راوړنه يې درلودلې ده.

(اواز۲) خوشحاله يم چې طلايي مډال مې تر لاسه کړ ځکه دغه حرکتونه ډېر سخت دي. زما زنګون زخم شوی او زه به خپل قوت زيات کړم.

سر بېره پر دې، د چين لوبغاړي يو هاو د نارينه وو په ګړيو باندې زنګېدلو په سيالۍ کې نقريي مډال وګاټه او ليو جيا چي د ښځينه لوړ ڼيټ پارالل سيالۍ کې نقريي مډال وګاټه. ونګ هاو د نارينه وو خرک بازی سيالۍ کې دوهم نمبر وپيژندل شو.

(اواز ۳) زړه بدوالی يم ځکه په پای کې لږ څه غلط شته.

يو لين مين د ښځينه وو خرک بازۍ کې برونزي مډال وګاټه او هغې په لومړي ځل په نړيواله سيالۍ کې ګډون کړی و.

(اواز ۴) دا زما لومړی ځل دی چې په نړيواله سيالۍ کې ګډون کوم، زه غواړم په دغه سيالۍ کې له نورو لوبغاړو څخه تجربې زده کړم او د سيالۍ پايلو ته لوړه هيله نه لرم. زما په سيالۍ کې لږ څه ستونزه شته او زه به په راتلونکو ورځو کې هغه سمې کړم.

په مېلبورن کې د ۲۰۱۹ کال جمناستيک جام لپاره د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه پايلوبه تر سره شو او د چين لوبډلې دوه طلايي مډالونه او دوه د برونزو مډالونه وګټل.

د چين ۱۶ کلنې چينايي نجلۍ جاو شي تينګ د ښځينه وو د موازنه لرګی په سيالۍ کې طلايي مډال وګاټه او د چين لوبغاړی يو هاو د نارينه وو د پارالل په سيالۍ کې طلايي مډال وګاټه.

د ايټاليا مشوري وانيسا فېراري د ښځينه ازاد جمناستيک په سيالۍ کې طلايي مډال وګاټه او د چين لوبغاړې جاو شي تينګ په دغه سيالۍ کې د برونزو مډال تر لاسه کړ.

د چين لوبغاړې جانګ چنګ لونګ، چې د لندن په اولمپيک لوبو کې يې طلايي مډال ګټلی، د افقي سيخ په سيالۍ کې د برونزو مډال وګاټه او د جاپان لوبغاړي په دغه سيالۍ کې طلايي مډال تر لاسه کړ.

د چين لوبډلې په مېلبورن کې د جمناستيک جام په دوه ورځنۍ سيالۍ کې څلور طلايي مډالونه ، درې نقريي مډالونه او درې د برونزو مډالونه و ګټل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای