CRI Online

د چين مشرانو په جلا جلا توګه د ملي ولسي کانګرس د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 10:28:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر وانګ يانګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د ياد مرکزي کمېسيون د سکريتريت منشي وانګ هو نينګ، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کمېټې غړي او د ياد مرکزي کمېسيون د ډيسپلين کمېټې منشي جاو له جي د مارچ په ۱۰ مه نېټه په جلا جلا توګه د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په ۲مه کلنۍ غونډه کې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ د فو جيان ولايت پلاوي په ناسته کې د ګډون پر وخت پر دې ټينګار وکړ چې د نوښت د هڅونې لپاره ښه چاپېريال دې برابر کړو، په پيچلو نړيوالو حالاتو کې دې د چين اغېزه او د سيالۍ توان پياوړی کړو، د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ګډ پرمختګ نوې لار دې هواره کړو، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو غاړو ترمنځ پيوستون دې تر سره کړو، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ دې پراخې کړو او فو جيان ولايت د هېواد په ستره برخه کې د تايواني وطنوالو او تصديو په لومړی کور بدل کړو. د دې تر څنګ موږ بايد له بېوزلۍ څخه د پخواني انقلابي سيمې د خلاصولو لپاره زيات کارونه تر سره کړو، له بېوزلو خلکو سره دقيقې او اغېزمنې مرستې دې وکړو، د بېوزليتوب بيخ او لامل دې پيدا کړو، د تګلارو اغېز دې پياوړی کړو، پرتې ستونزې دې ليرې کړو او د بېوزليتوب بېلا بېلو موخو ته دې پر وخت ورسېږو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای