CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د خلکو د عالي ولسي کانګرس د۱۴مې دورې ټاکنې تر سره کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 10:37:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مارچ په ۱۰مه نېټه د عالي ولسي کانګرس د۱۴مې دورې ټاکنې تر سره کړې، د دې هېواد رايې ورکوونکي به څه باندې ۶۰۰ غړي وټاکي. د ديموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس خبر ورکړ، چې کيم جونګ اون د همدې ورځې په سهار د پيونګ يانګ جينز صنعتي پوهنتون ته ولاړ او هلته يې د رايګرۍ په سټېشن کې خپله رايه وکاروله.

عالي ولسي کانګرس د ديموکراتيکې کوريا تر ټولو لوړ توان لرونکی ارګان دی. د دې کانګرس غړي په هرو پنځو کالونو کې ټاکل کېږي. د دغه کانګرس د۱۳مې دورې ټاکنې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۹مه نېټه تر سره شوې وې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای