د چين د پوهې تمليکي حق دولتي ادارې مشر شن چانګ يو د مارچ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين به د پوهې پر تمليکي حق د ارزونې کيفيت او موثريت د پر له پسې لوړولو لپاره اغېزمنو تدبيرونو ته دوام ورکړي.
ښاغلي شن چانګ يو په همدې ورځ د ۱۳م ملي ولسي کانګرس د ۲مې کلنۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې داسې معلومات ورکړل: چين پلان لري چې په راتلونکو ۵ کلونو کې پر سوداګريزو نښو د ارزونې وخت له ۸ مياشتو نه ۴ مياشتو ته لنډ کړي او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ نړيوال سازمان د غړيو هېوادونو له تر ټولو چټک سرعت سره به برابر وي. د دې تر څنګ چين به پر امتيازي حقونو د ارزونې وخت په منځنۍ توګه ۱ په ۳مه برخه، په تېره بيا پر لوړ ارزښت لرونکو امتيازي حقونو د ارزونې وخت به نيمه برخه کم کړي چې د نړۍ تر ټولو لنډ وخت به وګرځي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |