CRI Online

چين به د علمي څېړنيز چاپيريال بشپړ کړي او د نوښت په برخه کې به خپل توان پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 15:06:26

د چين د ساينس او تخنيک وزير وانګ جي ګانګ د مارچ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين به د اساسي څېړنې په برخه کې کموالی پوره کړي او د علمي څېړنې او نوښت چاپيريال به بشپړ کړي او د نوښت په برخه کې به خپل توان نور هم پياوړی کړي.

نوموړي په همدې ورځ د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې په مطبوعاتي ناسته کې وويل، د چين د علمي تخنيکي نوښت د درېو قدمونو ستراتيژۍ له مخې، چين به په ۲۰۲۰ کال کې د نوښت توان لرونکو هېوادونو کې شامل کړي، په ۲۰۳۵ کال کې به د يادو هېوادونو په مخکښو مقامونو کې ځای تر لاسه کړي او په ۲۰۵۰ کال کې به د نړۍ تخنيکي غښتلی هېواد وګرځي. هغه وويل، چين په ۲۰۱۸ کال کې د څېړنو، متنونو، امتيازي حقونو، لوړو او عصري تخنيکو سيمو په برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، په عمومي ډول د علمي او تخنيکي نوښت توان د امتيازي حق په نړيوالو سازمانونو کې يې ۱۷م ځای نيولی او د علمي او تخنيکي پرمختګ لپاره ۵۸ اعشاريه ۵ فيصده خدمتونه برابر کړي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای