CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي د يو کمربند او يوې لارې پر جوړولو تمرکز کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 16:07:46

۲۰۱۸ کال د" يوه کمربند او يوې لارې "وړانديز د وړاندې کېدو پنځم کال و او په دغه کال کې د دغه وړانديز په پلي کولو کې ډېر پرمختګونه شوي دي. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دغه هېواد د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس دوهمې کلنۍ غونډې ته د حکومت د کاري رپوټ پر مهال وويل چې په پرله پسې توګه به د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره هڅې وکړي، د ګډو سلامشورو، ګډې جوړونې او د ګډو ګټو پر اصولو به ټينګار وکړي، د تصدېو رول لوبولو ته به لومړيتوب ورکړي او په نورو هېوادونو کې به پانګيزې همکارۍ پرمخ يوسي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې ډېرو غړو پدې وروستيو کې د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو پروژو د ښه ترسره کېدو پر څرنګوالي ډېر تمرکز کړی او پدې هکله يې وړانديزونه کړي دي.

پدې وروستيو کلونو کې ځينو پياوړو چيني تصديو په نورو هېوادونو کې د دغو هېوادونو او چين د حکومتونو په ملاتړ د ګډو ګټو پر بنسټ صنعتي او علمي پارکونه جوړ کړي دي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړی او د چين سوداګرو ټولنې (china merchant group) مشر لي جيان هونګ وايي، د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه په پرتو هېوادونو کې جوړ شوي اقتصادي او سوداګريز پارکونه د چين د ورخلاصون د پياوړتيا او له نړۍ سره د ګډې همکارۍ د ګټو نښه ده، خو زمانه او نړيوال وضعيت د بدلون په حال کې دی، نو د دغو پارکونو د جوړولو چارې هم له نويو ننګونو سره مخامخ دي. د دغو پارکونو دندې او موخې بايد په دقت سره وټاکل شي او او چلېدا يې بايد د ځايي واقعي وضعيت لپاره مناسب وي.

((لومړی، دغه پارکونه له ځايي غوره سرچينو څخه په استفادې سره ځايي اقتصادي وده پياوړې کولی شي، د ځايي خلکو ژوند ښه کولی او زيات کاري فرصتونه برابرولی شي، دا لومړنی اړخ دی چې موږ يې په پام کې نيولی. دوهم، هغو چيني تصديو چې په نورو هېوادونو کې يې ياد پارکونه جوړ کړي، تجارتي ارګانونه دي، نو بايد هغه ډول تجارتي موډل ومومي چې نه يوازې د ځايي اقتصادي ودې لپاره ګټور وي، بلکې خپل غوره رول هم ولوبولی شي، دغه راز دغه تصدۍ بايد مساعدې ګټې هم ترلاسه کړي، ځکه چې بې له مساعدو ګټو دوامدار پرمختګ نه شي کولی.))

ښاغلی لي جيان هونګ وايي، د ده ګروپ په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د شنجن ښار په شه کو سيمه کې لومړی يو بندر ، بيا صنعتي پارکونه او وروسته يې يو نوی ښار جوړ کړ او په پايله کې يې له دغو دريو برخو څخه"شه کو" صنعتي سيمه جوړه کړه چې په چين کې ډېره بريالۍ صنعتي سيمه بلل کيږي. د ده ګروپ د دغې صنعتي سيمې د کاري تجربې په کارولو سره په ځينو هېوادونو لکه سريلانکا او جيبوتي کې پروژې پلې کړې او ښې اغېزې يې رامنځته کړې دي.

په نورو هېوادونو کې د اقتصادي او سوداګريزو سيمو د جوړولو لپاره زياتې پانګې او وخت په کار دي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړی او د چين د حکومتولۍ ملي اکاډمۍ د اقتصاد څانګې مشر جانګ جان بين د دغو سيمو د جوړولو لپاره پيسې يوه لويه ستونزه بولي، نوموړی وايي:

(( ما په اتوپيا کې جوړ شوی صنعتي پارک وڅېړه او پيدا مې کړه چې د يوه کمربند او يوې لارې اړوندې پروژې او په نورو هېوادونو کې د صنعتي پارکونو پروژې هم مالي مرستو ته اړتيا لري. د چين پرمختيايي بانک او وارداتي او صادراتي بانک کولی شي چې په بېلابېلو لارو چارو ورسره مالي مرستې وکړي.))

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړی او د فو تونګ ګروپ مشر وانګ جيان يي په نورو هېوادونو کې د چيني تصديو حقه حقونو ته ډېره پاملرنه کوي، نوموړي وړانديز وکړ چې بايد د چيني اتباعو لپاره په بهر کې د پانګونې قانون جوړ شي .

(( په بهر کې د پانګونې قانون د جوړېدو په حال کې دی. د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه په پرتو هېوادونو کې د چيني تصديو پانګونې زياتې شوي، نو په دغو هېوادونو کې د چيني تصدېو د حقه حقونو ساتل ډېر مهم دي، هيله ده چې ياد قانون ژر جوړ او خپور شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای