د مارچ په 11، د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ایتیوپیا ولسمشرې سحلي وارک زیودی او د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاټا ته د ایتیوپیا هوايي شرکت الوتکه کې د وژل شویو خلکو په اړه د خواخوږۍ پیغامونه واستول.
شي جین پینګ په خپلو پیغامونو کې وویل چې هغه د ایتیوپیا د هوایي شرکت د مسافروړنکې الوتکې د لویدلو په اړه خپه شو چې د ایتیوپیایی، کینیایی او چینایي اتباعو په شمول ډیره لویه انساني ضایعه رامنځته شوه. هغه د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب او پخپله، قربانیانو او د قربانیانو کورنیو سره خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندوي. داسې انګیرل کیږي چې د ایتیوپیا حکومت کولی شي په اغیزمنه توګه د ژغورنې کار ترسره کړي او چین به د اړتیا وړ مرستې او ملاتړ چمتو کړي.
په همدغه ورځ، د چین صدراعظم لی که چیانګ هم د ایتیوپیا لومړی وزیر ابی ته د خواخوږۍ پیغام واستاوه، چې قربانیانو او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |