CRI Online

د ايتيوپيا د لوېدلې الوتکې تور بکسونه پيدا شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 21:19:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايتيوپيا هوايي شرکت د مارچ په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د لوېدلې الوتکې ۲ تور بکسونه د ژغورونکو تر کوښښونو په نيتجه کې پيدا شوي چې پکې د الوتنې معلومات او د چلوونکو خبرې اترې ثبتې شوې.

د مارچ په ۱۰مه نېټه د ايتيوپي د هوايي شرکت يوه الوتکه د دغه هېواد له پلازمينې اديسه بابا څخه د کينيا پلازمېنې نايروبي ته د الوتنې په لاره کې د ايتيوپيا په داخل کې ولېوده چې له امله يې د ۸ چينايانو په ګډون ټول ۱۵۷ مسافرين او عمله مړه شوي دي.

د ايتيوپيا د صدراعظم په انټرنيټي ټولنيزه شبکه کې د مړو شويو کسانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه. د دې هېواد پارلمان د مارچ ۱۱مه نېټه د ملي ماتم ورځې په توګه ونوموله.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای