CRI Online

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير لي ګان جيه: د پاک آسمان د ساتلو لپاره به ټينګ ګامونه پورته شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-11 21:20:56

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير لي ګان جيه د مارچ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت به د پاک آسمان په ساتونکې مبارزه کې په جدي توګه اړوندې تګلارې عملي کړي او ټينګ ګامونه به پورته کړي.

لي ګان جيه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګريس د دوهمې غونډې په خبري ناسته کې وويل، د پاک آسمان د ساتلو تګلارې جوړې شوې، د سکرو برېښنا توليدوونکی صنعت د ککړتياوو د ټيټوالي په شمول مهمې دندې د پلي کېدو په حال کې دي. د ۲۰۱۸ کال په ۷۹.۳٪ ورځو کې د چين په ۳۳۸ ښارونو کې د هوا کيفيت ښه و، په هوا کې د PM2.5 ککړتياوو اندازه د وړم کال په پرتله ٪۹.۳ ټيټه شوې.

لي ګان جيه وويل، چې د پاک آسمان د ساتلو عملي پلان، نقشه، مهالوېش او د دندو مسوده جوړه شوې، اوس په هوا کې د PM2.5 ککړتياوو د کموالي او د هوا د کيفيت د ښه والي لپاره مهمه عملي کارونه شوي، تر څو خلک له پاک آسمان څخه د نيکمرغۍ احساسات ولري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای