CRI Online

د چين ميډيا ګروپ د 5G+4K پرمختللي تخنيکونه د دوو ملي جرګو د کلنۍ غونډو په ترڅ کې کارولي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 10:17:56

سږکال د دوو ملي جرګو د کلنۍ غونډو په ترڅ کې د چين ميډيا ګروپ د خلکو په لوي تالار کې د جامعو رسنيو نندارتون جوړ کړی دی. په دې نندارتون کې په يوه لويه پرده کې د 5G+4K د تخنيکونو په وسيله جوړې شوې ويډيوګانې ښودل کېږي چې د ډېرو استازو او غړو پام يې ځان ته را اړولی دی.

په ياده پرده کې د چين د ميډيا ګروپ لخوا د 5G+4K د تخنيکونه په وسيله جوړې شوې ډېرې خپرونې ښودل کېږي، چې پکې له بېجينګ، شانګهای، ګوانګجو، شنجن، هاربين څخه د 5G په مخابراتي لارو چارو لېږل شوي د 4K په شفافيت ويډيوګانې، د ياد ميډيا ګروپ د 4K غوره خپرونې او د CCTV 4K چېنال ژوندۍ خپرونې شاملې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای