د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د مارچ په ۱۱ مه نېټه د امريکا په هوسټن ښار کې د نفتو بازار د وړاندوينې راپور خپور کړ چې له مخې به يې په راتلونکو ۵ کلونو کې به په اسيا کې د انرژۍ تقاضا لاهم زياته وي.
د سيراويک(CERAWeek)په نوم ۵ ورځنۍ نړيواله غونډه د مارچ په ۱۱ مه نېټه د امريکا په جنوبي هوسټن ښار کې پرانيستل شوه. د انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ مشر فاتح بيرول د دغې غونډې لومړنۍ خبري ناستې ته د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د نفتو بازار د لرليد د راپور پر مهال وويل،چې که څه هم په نړيواله اقتصادي وده کې د کموالي نښه ليدل کيږي، خو په راتلونکو ۵ کلونو کې به په اسيا کې د انرژۍ تقاضا لاهم زياته وي او چين به هم د انرژۍ لوی مصرفونکی هېواد وي. د انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ د وړاندوينې له مخې په ۲۰۲۴ کال کې به هره ورځ د نفتو نړيواله تقاضا ۷ مليونه او يو لک بېلره زياته شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |