د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر روحاني د مارچ په ۱۱مه نېټه له عراق څخه ليدنه وکړه، نوموړي د دې ليدنې په ترڅ کې د عراق له صدراعظم عبدالمهدي سره هم وکتل. دواړو خواوو په اقتصادي او تجارتي برخو کې د خپلمنځي همکارۍ ياداښتونه لاسليک کړل.
د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په يادو ياداښتونو کې نفتي، تجارتي او طبي همکارۍ، او د عراق جنوبي ښار بصرې او د ايران د شلمچې ښار ترمنځ د يوې پټلۍ جوړونه شامل دي. ولسمشر روحاني په ۲۰۱۳ کال کې د ايران د ولسمشرۍ دنده پر غاړه واخيسته،له هغه وروسته د نوموړي لومړی ځل و چې له عراق څخه ليدنه وکړه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |