CRI Online

د چين ميډيا ګروپ د نوښت او د خبري خپرونو د بېلا بېلو لارو چارو د پيوستون له لارې د عمده خبري رسنۍ د نوي جوړښت د جوړولو لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 11:31:28

د چين ميډيا ګروپ د دوو ملي جرګو د کلنۍ غونډو په موده کې د نويو تخنيکونو او د خبري خپرونې د بېلا بېلو لارو چارو د پيوستون له لارې پروخت ګوندي تګلارې خپرې او د يادو دوو غونډو د استازو نظرونه يې څرګند کړل.

د چين مرکزي تلويزيوني سټېشن د نويو تخنيکونو په وسيله د مشرانو او يادو استازو د نظرونو په هکله ډول ډول سياسي خبرونه او پروګرامونه وړاندې کړي چې په پايله کې يې د مينه والو او د کتونکو شمېر ډېر شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د چين ميډيا ګروپ په لومړي ځل د 5G تخنيک په وسيله د 4K په لوړ شفافيت پروګرامونه خپاره کړي او کتوونکو ته يې د دوو غونډو ژوندۍ خپرونې وړاندې کړې دي.د دې ترڅنګ د يادو غونډو استازي د خلکو په لوی تالار، د ميديا په نوم د دوو غونډو په مطبوعاتي مرکز او د دغو استازو د استوګنې په هوټلونو کې دغه ډول پروګرامونه أه لوړ کيفيت کتلی شي.

په عين وخت کې د چين ميډيا ګروپ په مشرۍ د چين مرکزي تلويزيوني سټېشن، د چين مرکزي ولسي راډيو او د چين نړيوالې ټولنې او د دې ګروپ په اړه نورو خبري ډګرونو د نويو تخنيکونو په وسيله په بېلا بېلو ډګرونو، څپو او چينلونو راپورټاژونه ور کړي او کوي يې.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د چين مرکزي تلويزيوني سټېشن په برياليتوب سره د 5G تخنيک په وسيله د 4K په لوړ شفافيت پروګرامونه جوړ کړل.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تبليغاتي څانګې د دايمي چارو مرستيال وانګ شياو هوي،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تبليغاتي څانګې مرستيال او د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او نورو مسئولينو د يادو پروګرامونو خپرولو د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

د کاري لايحې له مخې به د چين ميډيا ګروپ د 5G تخنيک په شمول د نويو تخنيکونو په وسيله د دولت په کچه د اغيزمن نوی خبري ډګر په توګه او په نړۍ کې د نوي ډول عمده خبري رسنۍ مقام د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)


1  2  3  4  5  6  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای