د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د اساسي قانون او قانوني چارو کمېټې د مارچ په ۱۱مه نېټه عمومي غونډه ترسره کړه. په دغه غونډه کې ګډونوالو په چين کې د بهرنيو پانګونو د مسودې په اړه څېړنې او بحثونه وکړل.
يوه ورځ مخکې يعنې د مارچ په لسمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس بېلا بېلو پلاويو د بهرنيو پانګونو د يادې مسودې په اړه څېړنې او بحثونه وکړل. استازو عموماٌ په چين کې د بهرنيو پانګونو د قانون له جوړېدو څخه ملاتړ کړی او ګډ نظر لري چې د دې قانون جوړول د ورخلاصون د پراخوالي، د بهرنيو سوداګرو پانګونې د هڅولو او د هراړخيزې پرانيستې د نوي شکل د جوړولو په اړه د رئيس شي جين پينګ په مرکزيت د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پرېکړې د تطبيق لپاره يو مهم تدبير دی او ترې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو ته د دوام ورکولو په اړه د چين د کمونېست ګوند او حکومت ټينګ هوډ او کلکه اراده ښکاري. د دغه قانون جوړول ستر اهميت او ژوره اغېزه لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |