CRI Online

په چين کې د کرل شوو ځنګلونو مساحت ۷۸ مليونو ۶۰۰ زرو هکتارو ته رسيدلی چې تر نورو هېوادونو زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 11:30:06

د مارچ ۱۲ مه نېټه په چين کې د نيالګي کېنولو له ورځې سره برابره ده. د چين د ځنګلونو او دښتو د ادارې مشر جانګ جيان لونګ په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل، چې په چين کې د کرل شوو ځنګلونو مساحت ۷۸ مليونو ۶۰۰ زرو هکتارو ته رسيدلی چې تر نورو هېوادونو زيات دی.

يادې خبرې ښاغلي جانګ جيان لونګ په همدې ورځ د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې پر مهال وکړې. نوموړي وويل، چې د ځمکو د صحرايي کېدو پر وړاندې د م م د مبارزې سازمان (UNCCD) په ۲۰۱۷ کال کې د چين په کوبو چي سيمه کې يوه غونډه ترسره کړه او پدې غونډه کې يې د ځمکو د صحرايي کېدو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د چين تجربې وستايلې. د امريکا د هوانوردۍ او فضانوردۍ ادارې (NASA) سروې ښيي چې په نړۍ کې له زيات شوو سمسورو ځمکو څخه يوه پر څلورمه برخه په چين کې ده چې۴۲٪ برخه يې کرل شوي ځنګلونه دي. ويل کيږي چې چين د ځمکو د سمسورولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای