CRI Online

د بېجينګ المپيک ژمنۍ لوبې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 14:50:55
په تېره اوونۍ کې د چين او نړۍ ډېر سپورتي خبرونه شته. نن به له تاسو سره څلور سپورتي خبرونه شريک کړم:

لومړی، په جانګ جيا کو ښار کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د سپورتي ډګرونو د جوړونو په اړه ۷۶ پروژې به د راتلونکي کال تر اګست مخکې تر سره شي.

د اړوند خبر له مخې، جانګ جيا کو به سږکال د سپورتي ډګرونو او اړوندو اساسي سامانونو د ابادۍ لپاره هڅه وکړي. له يادو ۷۶ پروژو څخه د ۶۷ پروژو جوړونه پيل شوي او ۴ پروژې بشپړ شوي دي.

سر بيره پر دې، د بېجينګ او جانګ جيا کو تر منځ پټلۍ او د يان چونګ چټک سړک به په روان کال کې جوړ شي.

دوهم، څه باندې سل چيني لوبغاړي به د المپيک د ځانګړو دوبنيو لوبو په ۱۵ پړاو کې ګډون وکړي.

د المپيک د ځانګړو دوبنيو لوبو ۱۵ دور به د مارچ له ۱۴مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې په متحد عربي اماراتو کې تر سره شي. ۱۰۴ چيني لوبعاړي به پکې ګډون وکړي. په دې لوبو کې د اتلتيک، لامبو وهلو، باسکيټبال، د وزن پورته کولو، ټينيس، واليبال، بادمينتن، هاندبال، باسيکل په شمول ۲۴ ډوله سپورتي پروګرامونه شته. چيني لوبغاړي به په ۱۰ پروګرامونو کې ګډون وکړي. د چين د ځانګړي المپيک کميټې سرمنشي يونګ جه جون وويل، چې ياد چيني لوبغاړي اکثريت له ځانګړي مکتب څخه راغلي دی او منځني عمر يې ۱۹.۵ کاله دی. هغه وويل، د المپيک ځانګړيو لوبو د چين لوبغاړي به د ځانګړي المپيک په روحيې سره پکې ګډون وکړي، او د ځانګړي المپيک په برخو کې به د چين پرمختګ او تولنيز او کلتوري برياليتوبونه نندارې ته وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې، تېر ځل په لاس انجلس کې د المپيک په ځانګړو دوبنيو لوبو کې چيني لوبغاړو د ۸۳ طلايي ميډالونو په شمول ۱۶۴ ميډالونه تر لاسه کړل.

د المپيک ځانګړې لوبې د هغو کسانو لپاره تر سره کېږي، چې په ذهني معلوليت اخته دي. دغه لوبې په هرو دوو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي او په دوبي او ژمي کې په نوبت سره تر سره کېږي.

درېيم، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي ياو مين او يانګ يانګ وغوښتل چې په ښوونځيو کې عامو خلکو ته سپورتي ډګرونه پرانيزي. ځکه چې په دې څو کلونو کې زياتو خلکو خپل بدني ورزش ته پاملرنې ډېرې کړې دي، خو تر اوسه پورې ډېرو ښوونځيو د عامو خلکو لپاره خپل سپورتي ډګرونه نه دي پرانيستي او د ښوونځيو شاوخوا اوسېدونکي خلک پکې ورزش نه شي کولي.

څلورم، نيپال اعلان وکړ چې د سږکال په ډيسمبر کې به د جنوبي اسياد ۱۳م پړاو لوبې تر سره شي.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نيپال د المپيک کمېټې مشر د مارچ په ۵مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه کتمندو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د جنوبي اسيا د ۱۳م پړاو لوبې به د ۲۰۱۹ کال د ډيسمبر له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې تر سره شي.

د نيپال د ځوانانو او سپورټ څانګه د يادو لوبو د چمتوالي مسئوليت پر غاړه لري. د دې څانګې مسئول په ياده غونډه کې وويل چې اوس د سپورټي ډګرونو د جوړونې کارونه په چټکه توګه روان دي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې يادې لوبې به پر ټاکلي وخت تر سره شي.

د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې د جنوبي اسيا ۱۳م پړاو لوبې په هند کې پای ته ورسېدلې او نيپال د جنوبي اسيا د ۱۳م پړاو لوبو د تر سره کولو اجازه تر لاسه کړه. له هغه وروسته نيپال دوه ځله يادې لوبې ځنډولې دي.

د معلوماتو له مخې، يادې لوبې به د کتمندو او پوخرا په شمول د دې هېواد په څو ښارونو کې تر سره شي. (فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای