په چين کې د چاينا مېډيا ګروپ او نورو مهمو دولتي رسنيو د دغه هېواد د دوو مجلسونو د سږنيو کلنيو غونډو په اړه په خبر رسولو کې زيات نوي مېډيايي تخنيکونه کارولي او په لاښه توګه يې په دغو غونډو کې د ګډون کوونکو استازو غږونه خپاره کړي دي. د دغو غونډو ډېری ګډونوال پدې اند دي چې رسنيزې چارې به د چين د مېډيا ګروپ او نورو مهمو رسنيو د نويو مېډيايي تخنيکونو په رڼا کې نوی پرمختګ ومومي.
د چين مېډيا ګروپ د روبوټ او H5 تخنيک په ګډون له يو شمېر نويو تخنيکونو څخه په استفادې د دغه هېواد د دوو مجلسونو د سږنيو کلنيو غونډو په اړه راډيويي او وېډيويي پروګرامونه جوړ اوخپاره کړي چې د کتوونکو د هرکلي وړ ګرځيدلي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |