د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د ميانمار، الجزاير، مراکش، د عربليګ نماينده ګي، ويتنام، هنګری، يونان او سينګاپور په شمول د څو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د ډيپلوماتانو ګډ هئيت د شينجيانګ د حکومت په بلنې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د مارچ تر ۲مې نېټې پورې شينجيانګ ته سفر وکړ. په شينجيانګ کې د ورخلاصون او ملي يووالی حالت خاطرې د يادو استازو په ذهن کې پاتې شوې.
د مارچ په لومړۍ نېټه ياد هئيت د شينجيانګ د ترهګريزو پېښو نندارتون څخه ليدنه وکړه. د عربليګ نماينده ګي مشر محمود المين وويل، چې هيڅ مذهب او هيڅ اصل به داسی بې آبرو او ظالمانه کړنې و نه مني. ډېر خوشحاله يم چې په تېرو دوو کلونو کې په شينجيانګ کې ترهګريز بريد نه دی شوی. باور لرم چې د چين حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي او پر وړاندې يې د ضروري تدابيرو د نيولو حق لري.
په چين کې د ميانمار سفير تيت لينون وويل، چې ترهګري د نړۍ ګډ دښمن دی. شينجيانګ د چين خاوره ده او چين خپل قانون او نظام لري. موږ له چين څخه ملاتړ کوو چې د ترهګرۍ د مخنيوي او پر وړاندې يې اغېزمن تدابير ونيسي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |