CRI Online

چين به د پوهنې د مالکيت پر حق تيري کوونکو کړنو ته د قانوني سزا اندازه پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 19:56:50

د چين د پوهنې مالکيت حق چارو ادارې مشر شن چانګ يوي د مارچ په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې وويل : چين به د پوهنې د مالکيت پر حق تيري کوونکو کړنو ته د قانوني سزا له مخې د تاوان ورکولو ميکانيزم جوړ کړي، د پوهنې د مالکيت پر حق د تيرې کوونکو کړنو اصلي بيې به تر زياتې اندازې پوري لوړې کړي ، په دې چارو کې به نړيواله همکاري ټينګ کړي، د چين او بهرنيو تصديو تر منځ عادی تخنيکي او تجارتي تګ راتګ به پياوړی کړی، د پرانيستی اقتصاد د پرمختيا هڅونه به وکړي، په نورو هېوادونو کې د پوهنې مالکيت حق د ساتنې او مرستې مرکزونه به جوړ کړي او په نورو هېوادونو کې د دغه حق د ساتنې اندازه به زياته کړي تر څو د چين د پوهنې مالکيت حقپه نورو هېوادونو کې تر اغيزمنې ساتنې لاندې راشي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای