CRI Online

په دارالعلوم کې عصري ژوند

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 20:07:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ۲۳ کلن نابي ساوت چې د کشغر د پهيزاوات له ولسوالۍ څخه راغلی، د پنځو کلونو لپاره د شينجيانګ په دارالعلوم کې زده کړه کوي او سږ کال به فارغ شي. هغه په ديني، کولتوري او قانوني مدرسو کې لوړې نمرې واخيستې او له باسکيټبال او ګيټار سره علاقه لري. هغه په ملي متداوله ژبه او اويغوري ژبه برلاسی دی او په انګليسي او عربي ژبې هم خبرې کولای شي. هغه غواړي چې د اسلامي دين او د هېواد د حالاتو له مخې د چيني ملت د رنګارنګ کولتورونو په همغږۍ سره د ديني اتباعو لارښوونه وکړي چې له افراطي مذهبي افکارو څخه ليرې واټن وساتي، او د هېواد، خلکو او ټولنې لپاره ګتور خدمتونه وکړي.

د شينجيانګ دارالعلوم په شينجيانګ کې يوازنی عالي رتبه مذهبي پوهنځی دی او ۳۲ کلن تاريخ لري. محصلين له پنځه کلنو مدرسو نه وروسته د ليسانس دورې سند تر لاسه کولای شي. دغه راز، په دغه دارالعلوم کې د اسلامي ديني شخصيتونو لپاره لنډ مهالي ديني درسونه هم تر سره کوي. ښوونکي په عربي ژبه مذهبي درسونه تدريس کوي او هم په ملي متداوله ژبه کولتوري او قانوني درسونه ور زده کوي.

د دغه دارالعلوم مشر عبدالريکيپ تومنياز خبر ورکړ چې هر کال دارالعلوم د محصلينو له فارغېدو مخکې د بېجينګ او تيان جين په شمول لويو ښارونو ته د سفر، کتنې او زده کړې په اړه فعاليتونه تر سره کوي. له فارغېدو نه وروسته محصلين خپل ټاټوبي ته بېرته راستنېږي او په جومات کې دنده تر سره کوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې فارغ شوي محصلين به په کارونو کې د چين کمونېست ګوند، حکومت او ځايي اوسيدونکو ترمنځ د تګ راتګ پول وګرځي او دوی به د ملي يووالي او ټولنيزې سمسورتيا د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.(غوټۍ)

د دغه دارالعلوم مشر عبدالريکيپ تومنياز په درس کې دی

زده کوونکي په ټولګي کې د زده کولو پر مهال

زده کوونکي د لمونځ کولو پر مهال

زده کوونکي د ډوډۍ خوړلو پر مهال

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای