CRI Online

د چين د عالي ولسي محکمې چارواکی: د چين محکمې به د قضايي حکمونو د تطبيقېدو په بهير کې د ستونزو د ليرې کولو لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 20:12:06

د چين د عالي ولسي محکمې د قضايي کمېټې د مرستيال وزير په کچه ځانګړي غړي ليو ګوي شيانګ د مارچ په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د چين محکمې به د قضايي حکمونو د تطبيقېدو په بهير کې د ستونزو د ليرې کولو لپاره پر له پسې هڅې وکړي.

نوموړي د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې په درېيو کلونو کې د چين د بېلا بېلو کچو محکمو د عمومي ادارو په اړه کاري چوکاټ جوړ کړی او د قضايي حکمونو د تطبيقېدو په بهير کې يې د ستونزو د ليرې کولو لپاره ټولنيز بنسټ ايښی دی. د دې ترڅنګ، زياتې پاتې شوې قضې حل شوې او د قضايي حکمونو د پلي کولو موډل اصلاح شوی دی. د خلکو لخوا د پاملرنې وړ مسئلې هم حل شوې دي. د قضايي حکمونو د مثبت پلي کولو انډول لس سلنه لوړ شوی دی. د سوداګريز چاپيريال د ارزونې په اړه د نړيوال بانک په راپور کې راغلي چې چين د تړونونو د پلي کولو د انډول په برخه کې د نړۍ شپږم مقام نيسي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای