د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيا د کابينې د دفتر مشر داويد ليدينګتون د مارچ په ۱۱مه نېټه وويل، چې بريټانيا له اروپايي ټولنې سره موافقه کړې ده چې له دغې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو د تړون په باب قانوني ترميم وکړي.
د عامو افکارو په اند، د دغې موافقې له امله به د بريټانيا په پارلمان کې د ياد تړون د تصويبېدو امکانات زيات شي او له تړون پرته له دغې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو ګواښ به کم شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |