CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې درېيم ځل عمومي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 10:27:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې درېيم ځل عمومي غونډه د مارچ په دوولسمه نېټه د چين د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه او د سترې ولسي محکمې او لويې څارنوالۍ کاري راپورونه واوريدل شول او پردې بحثونه هم وشول. د شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول د چين مشرانو په دې غونډه کې ګډون کړی و.


د چين د سترې ولسي محکمې مشر جو چانګ په اوو برخو کې د ۲۰۱۸ کال د عمده کارونو په باب راپور وړاندی کړ چې لومړی زمونږ محکمو په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ افکار پلې کړي او د محکمو په کارونو کې يې د چين د کمونېست ګوند پر مطلق مشرتوب ټينګار کړی، دوهم له قوانينو سره سم يې مجرمينو ته سزاوې ور کړې چې خلک او دولتي امنيت او ټولنيز ثبات ساتل شوی دی.درېيم د نوي پرمختګ افکار يې پلې کړي او د باکيفيته اقتصادي پرمختګ لپاره يې ضمانت برابر کړی، څلورم د خلکو د ګټو په مرکزيت يې د دوی عدلي اړتياوې پوره کړې دي ، پنځم د عدلي نظام د اصلاحاتو او شفافو محکمو د ابادۍ لپاره يې هڅې کړې، شپږم په جدي او هر اړخيزه توګه زمونږ د ګوند او محکمو پر ادارې ټينګار شوی ، اووم اړوندې محکمې په شعوري توګه د خلکو تر څارنې او نظارت لاندې نيول شوې دي.
په همدې ورځ د چين لوی څارنوال جانګ جون د څارنوالو دندو او قانوني نظارت په شمول پنځو برخو کې د ۲۰۱۸ کال د عمده کارونو په هکله هم راپور وړاندې کړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای