CRI Online

بوينګ شرکت به د ۷۳۷MAX ډول الوتکې اصلاح کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 11:00:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له دې وروسته چې د اتوپيا د هوايي شرکت د بوينګ ۷۳۷-۸ ډول يوه الوتکه د روانې مياشتې په ۱۰ مه نېټه ولوېدله، د امريکا بوينګ شرکت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه شرکت به د ۷۳۷MAX ډول الوتکې اصلاح کړي. د دې تر څنګ، څو هېوادونو د دې ډول الوتکو پر الوتنو، ښکته او پورته کېدو بنديزونه لګولي دي.

بوينګ شرکت په يادې اعلاميې کې ويلي، د اندونيزيا د لاين (Lion) هوايي شرکت د ۷۳۷MAX ډوله مسافر وړونکې الوتکې له لوېدو وروسته، بوينګ شرکت او د امريکا فيډرالي هوايي اداره د اړوندو سافټ ويرونو په جوړونې او ښه والي لګيا وو او په راتلونکيو څو اوونيو کې به دغه سافت ويرونه په ياد ډولو الوتکو کې ځای پر ځای کړي. د دې تر څنګ، د بوينګ تخنيکي ډله د اتوپيا د هوايي شرکت د الوتکې د لوېدو ځای ته رسېدلې او د اتوپيا د پلټونکې کمېټې او د امريکا د ترافيکي امنيت کمېټې په لارښوونې به اړوند مرستندويه کارونه برابر کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای