CRI Online

د بريټانيا پارلمان يو ځل بيا له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو تړون رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 11:09:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د بريټانيا د استازو جرګې د مارچ په ۱۲مه نېټه يو ځل بيا د رايګيرۍ له لارې د دغه هېواد د حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ له دغې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو تړون رد کړ. د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل په همدې ورځ وويل چې اروپايي ټولنې يو ځل بيا د ياد تړون په اړه امتيازات وړاندې کړل او د برټانوي انديښنو ته يې پاملرنه وکړه،دا د اروپايي ټولنې لخوا چمتو شوي وروستۍ لايحه ده.

انديښنه ده چې په ياد تړون کې د آيرلنډ د سرحدي مسئلې په اړه د محتوياتو له امله به د بريټانيا شمالي آيرلنډ سيمې په اروپايي ټولنه کې پاتې وي، د محافظه کاره ګوند ځينې غړي او د شمالي آيرلنډ د ديموکراتيک يووالي ګوند غړي مخالفې رايې ورکړي.د پارلمان د استازو جرګه به په راتلونکو دوو ورځو کې رايه ورکړي چې آيا بريټانيا له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه ووځي يا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو وخت وځنډوي. د بريټانيا صدراعظمې ټرېسا مې د رايګيرۍ نتيجې تر اعلان وروسته وويل چې هغه د پارلمان پر پرېکړې خواشينې ده.

په همدې ورځ ميرکيل د بيلژيک له صدراعظم چارليس ميچيل سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اروپايي ټولنې د دې مسئلې په اړه د بريټانيا احساساتو، اړتياوو او انديښنو ته مناسب ځوابونه ورکړل . د اروپايي ټولنې نورو ۲۷ غړو هېوادونو د روانې مياشتې د ۱۱مې نېټې په شپه يو ځل بيا د ياد تړون په اړه امتيازونه ورکړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای