CRI Online

شي جين پينګ: د کليوالو سيمو د سمسورتيا په ستراتيژۍ کې لومړنۍ دنده د مهمو کرهنيزو توليداتو، په تېره بيا د غلو دانو د برابرولو ضمانت دی.

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 16:56:31

په کليوالو سيمو کې اساسي تاسيساتو په برخه کې نمګرتياوې بايد پوره شي او بايد په دې برخه کې د بېلا بېلو ټولنيزو پانګو د لګولو د لارښوونې لپاره هڅې وکړو.

په ښارونو او کلیوالو سيمو کې دې د اوسيدونکو د مستمري بيمو او طبي بيمو اساسي نظامونه، د سختو ناروغيو د بيمو نظام، د ژوند د ټيټې کچې د ضمانت نظام، په کليوالو سيمو کې د پاتې ماشومانو د ساتنې سيستم او ښځو او زړو کسانو ته د پاملرنې خدمتونه بشپړ شي.

عصري کلی لويه هيله لرونکې ځمکه ده چې موږ په کې په ښه توګه خپل پوره لياقت او انرژي په کار اچولی شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای