CRI Online

د چين ميډيا ګروپ د 5G او 4K نويو تخنيکونو په وسيله د چين د دوو مجلسونو خپرونې خپرې کړې او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړو ستاينې يې تر لاسه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 17:56:52

د چين ميډيا ګروپ سږ کال د چين د دوو مجلسونو په موده کې د 5G او 4K نويو تخنيکونو په وسيله اړوندې خپرونې خپرې کړې. د چين د ملي ولسي کانګرس استازو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړو په جلا جلا توګه د دغو خپرونو ستاينې وکړې. هغوی وويل چې دا د رسنيو د ادغامولو په برخه کې د چين ميډيا ګروپ نوښت دی. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې ګڼ شمېر غړو د 5G د انټرنيټي شبکې له لارې د 4K پروګرامونو له جوړولو څخه نوښت احساس کړ او هيلې يې وښودلې چې په راتلونکې کې لا زياتې غوره خپرونې جوړې شي او له دې څخه لا ښه خوند واخلي.

د يادې کميټې غړې، د ګوانګ شي د جوانګ قوم په کورواکه سيمه کې د چين د ګوو مين دانګ انقلابي کمېټې مرستيالې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ګوي لين ښاري کمېټې مرستيالې او جې په خوشحالۍ سره خبريال ته وويل چې ډېر لوړ وضاحت لرونکې ويډيوګانې ډېرې په زړه پورې دي او له دې امله يې څو څو ځله وکتلې.

د چين ميډيا ګروپ د مارچ د ۹مې نېټې په ماسپښين د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرس د دوهمې کلنۍ غونډې په مطبوعاتي مرکز کې د 4K ډېر لوړ وضاحت لرونکې کامرې ځای پر ځای کړې او د دغو کامرو له لارې يې اړونده خبري ناسته خپره کړه. دغه ګروپ د مارچ په لسمه نېټه د 5G او 4K نويو تخنيکونو په وسيله د درېيو خبري ناستو په اړه ژوندۍ خپرونې خپرې کړې. دا د 5G او 4K نويو تخنيکونو په وسيله د مهمو فعاليتونو په اړه د ژونديو خپرونو د خپرولو په برخه کې د برياليتوب يوه نښه ده او د چين د راډيوګانو او ټلويزيونونو په تاريخ کې يو ريکارډ دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای