د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين به د مارچ په ۱۵مه نېټه د هېواد د بشري حقونو د راپور په اړه د م م د بشري حقونو شورا د څارنې د غونډې په درېيم پړاو کې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې، د م م د بشري حقونو شورا به د مارچ په ۱۵مه نېټه د سويس په ژنيو کې د چين د بشري حقونو راپور وڅېړي.
لو کانګ وويل، چې چين د څارنې کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د څارنې په غونډه کې د ګډون لپاره به يو عالي رتبه پلاوی وليږي چې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال له يو چنګ په مشرۍ او د حکومت د اړوندو څانګو، د شينجيانګ او شي ځانګ د کورواکو سيمو، د هانکانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو له استازو څخه به جوړ شي. چين به هغو وړانديزونو ته ځوابونه ورکړي چې د تېر کال په نومبر کې د بشري حقونو چارو د څارنې په درېيم پړاو کې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا وړاندې شوي او له برخوالو خواوو سره به د نظريو رغنده تبادلې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |