CRI Online

له اروپايې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو مرحله نهايي وخت ته ننوتلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 21:27:23

د بريټانيا پارلمان د مارچ په ۱۲مه نېټه په ۳۹۱ منفي رايو او ۲۴۲ مثبتو رايو سره له اروپايې ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو په اړه د ټريسا مې حکومت لخوا ترميم شوي تړون رد کړ. دا د سږ کال له جنورۍ راپدېخوا دوهم ځل دی چې د بريټانيا پارلمان دغه تړون رد کړ. د درېيو ګامونو په اړه د دغه پارلمان لخوا د تصويب شوې لايحې له مخې به په ديارلسمه نېټه بله رای ورکونه تر سره شي او پکې به پريکړه وشي چې بريټانيا به د مارچ په ۲۹مه نېټه له تړون نه پرته له اروپايي ټولنې څخه ووځي او که نه؟ که په ديارلسمه نېټه دغه تړون رد شي، په څوارلسمه نېټه به له اروپايې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو مرحلې د ځنډېدلو په اړه يوه رای ورکونه تر سره شي. ويل کېږي چې دغه مرحله نهايي وخت ته ننوتلی دی.

رښتيا دا ده چې د بريټانيا د مختلفو ډلو او اروپايې ټولنې په شمول بېلا بېلې خواوې په خبرو اترو کې غير واضعه تګلاره غوره کوي او پر خپلې کرښې ټينګار کوي. دوی غواړي مخالفو خواوو ته مجبور کړي چې سر ټيټ کړي. دوی بېرېږي، خو برياليتوب ته په تمه دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای