د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيا استازيو جرګې د مارچ په ۱۳مه نېټه د رايګيرۍ له لارې له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو پلان رد کړ.
د بريټانيا استازيو جرګې په همدې ورځ په ۳۱۲ موافقو او ۳۰۸ مخالفو رايو سره له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد له وتلو سره د مخالفت په موخه يوه لايحه تصويب کړه، خو دغه لايحه قانوني اعتبار نه لري. ورپسې يادې جرګې په ۳۲۱ موافقو او ۲۷۸ مخالفو رايو سره يو قانوني اعتبار لرونکی حکومتي پيشنهاد تصويب کړ او په رسمي ډول يې له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا له وتلو سره مخالفت وښود. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |