CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې دوهمه کلنۍ غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 10:43:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې دوهمه کلنۍ غونډه د اجڼدا تر پوره کېدو وروسته د مارچ د ۱۳مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې پای ته ورسېده. د همدې ورځې په ناسته کې غوښتنه وشوه چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د بېلا بېلو کچو کميټې، ارګانونه او غړي بايد په لا يووالي سره د شي جين پينګ په مرکزيت د چين د کمونست ګوند مرکزي کمېټې په شاوخوا کې راغونډ شي، بايد د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي بيرغ په جګولو سره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي، بايد په جدي توګه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون پرېکړې او پر ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ياد کمېسيون غوښتنې پوره کړي، بايد د چيني ملت د بيا سمسورتيا په اړه د چيني خوب د پوره کولو لپاره په کور دننه او بهر کې د چينايانو پوهه او ځواک يو ځای کړي څو د غوره لاسته راوړنو سره د نوي چين د جوړېدو ۷۰مه کليزه ولمانځي او د نسبتا شتمنې ټولنې او د سمسور، قوي، ديموکراتيک، مدني، همغږي، ښکلي ،سوسياليستي، عصري او ځواکمن هېواد د ابادۍ لپاره لاستر خدمتونه وکړي.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس وانګ يانګ د يادې غونډې مشري وکړه. شي جين پينګ، لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ هو نينګ ، جاو له جي،هان جنګ او وانګ چي شان هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې د دوهمې کلنۍ غونډې د دايمي کميټې د کاري راپور په اړه پرېکړه ليک، د يادې کلنۍ غونډې د تجويزونو کمېټې له خوا د تجويزونو د ارزونې راپور او د يادې کلنۍ غونډې سياسي پرېکړه ليک تصويب شول.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای