CRI Online

د ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پخوانی مشر پاول مانافورټ په نور ۴۳ مياشتني بند محکوم شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 10:49:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د واشنګټن محکمې د مارچ په ۱۳مه نېټه د ټرمپ د انتخاباتي کمپاين پخواني مشر پاول مانافورټ ته د نور ۴۳ مياشتني بند سزا واوروله.

له دې مخکې، د امريکا د ويرجينيا ايالت يوې محکمې د روانې مياشتې په ۷مه نېټه د بانکي درغليو په شمول د ځينو نورو تورونو له امله نوموړی په ۴۷ مياشتني بند محکوم او۵۰ زره امريکايي ډالره جريمه کړی و.

نوموړی پر دې تورن دی، چې د امريکا د ملي ګټو او عدالت پر ضديې خطرناکې کړنې ترسره کړې دي.

دا په يوې اوونۍکې دننه دوهم ځل دی،چې په ياده قضيه کې نوموړي ته سزا اورول کيږي.

هغه به په ټوليزه توګه ۹۰ مياشتې بندي وي.

د امريکا د عامو افکارو د اټکل په پرتله د پاول مانافورټ د بند سزا په څرګند ډول کمه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای