CRI Online

پاکستان خپلې کورنۍ تصدۍ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په ابادۍ کې ګډون ته هڅوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 14:41:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پلان، پرمختګ او اصلاحاتو وزير مخدوم خسرو بختيار د مارچ په ۱۳مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې وويل، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز سوداګريز فورم جوړ کړي څو چې پاکستاني سوداګر په پراخه توګه د دې اقتصادي دهليز په ابادۍ کې ګډون وکړي.

بختيار په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه د پاکستان کابينې د ياد فورم د جوړولو پرېکړه کړې څو د صنعتي همکاريو د زياتولو او د ياد دهليز په ابادۍ کې د پاکستانۍ او بهرنيو شخصي تصديو د ګډون د هڅولو له لارې د دې هېواد تجارتي کسر کم کړي.

نوموړي وويل، په ياد فورم کې به د پاکستان سوداګريز استازي، د صنعت او سوداګرۍ ګډه ټولنه، سوداګريزه کمېټه او د نورو اقتصادي ارګانو استازي شامل وي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای