CRI Online

په ښوونيزو چارو کې د حکومتي پانګونو په زياتېدو سره د شينجيانګ ښوونيزو چارو پرمختګ موندلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 15:14:00

د شينجيانګ د اويغور کورواکه سيمه د چين په شمال لويديځ کې پرته ده چې د ښوونځيو بنسټيز تأسيسات يې کمزوري او د ښوونکو شمېر يې لږ دی، نو ځکه يې ښوونيز شرايط وروسته پاتی دي. په دې وروستيو کلونو کې په سرحدي او قومي سيمو کې د ښوونيزو چارو د پرمختګ په موخه د اړوندو پانګونو په زياتېدو سره په شينجيانګ کې ښوونيز حالت تر زياتې اندازې پورې ښه شوی دی. په دې هکله د شينجيانګ د ښوونيزو چارو ځينو استازو چې د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دوهمې کلنۍ غونډې کې يې ګډون کړی و، خپل نظرونه څرګند کړل.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازې او د شينجيانګ د تاربګاتي ښار د عر ګونګ علاقه دارۍ د مرکزي ښوونځي مشرې مين شياو چينګ خبريال ته وويل چې مرکزی حکومت د تعليمي شرايطو د ښه والي لپاره زمونږ ښوونځي ته ډېرې پيسې ور کړې، په دغوسيمو باندې مو د ښوونځي په انګړ کې عصري سپورټي ميدان جوړ کړ او په هر ټولګي کې مو الکترونيکې تورې لوحې ولګولې او د ښوونې د عصري کېدو موخه مو تر سره کړې ده.هغې وويل،زمونږ په تاربګاتی سيمه کې د ښوونځي په ټولو ټولګيو کې د الکترونيکو معلوماتو بشپړه تعليمي دستګاه او تجهيزات برابر شوي .اوس ښوونکي په اړوندو ټولګيو کې زده کوونکو ته د موسيقۍ،سپورټ، انځورونو،ازموينو او کمپيوترپه اړه درسونه ور کوي.دغو تأسيساتو او تجهيزاتو د زده کوونکو لپاره د زده کړې ښه فرصت برابر کړی دی.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي قربان نياز له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په تعليمي برخه کې له حکومتي تګلارې څخه ملاتړ وکړ ،ځکه خلک يې له ښوونې څخه برخمن کړي دي. نوموړي د اقسو سيمې د اوش ولسوالۍ په چيان جينګ علاقه دارۍ کې کوچني مکتب جوړ کړ اواوس د دې مکتب د مشرۍ دنده پر غاړه لري. د دې ترڅنګ هغه د چين د ملي ژبې د تدريس مروجولو لپاره هڅې کوي. د ده په اند د چين د ملي ژبې زده کړه د ماشومانو له خوا د ښوونيزو فرصتونو د تر لاسه کولو لپاره ډېره مهمه ده ځکه دوی کولی شي چې مستقيمې او اغيزمنې لارې چارې پيدا کړي او چيني ژبه د دوی د برخليکونو د بدلولو لپاره ښه وسيله ده.له ۱۶ کلونو راهيسې ډېر زده کوونکي د قربان نياز په مشرۍ له دغه مکتب څخه فارغ شوي او د ښو نمرو په تر لاسه کولو سره د چين په غوره پوهنتونونو کې منل شوي دي. هغه وويل، زده کوونکي موسی تورګون د ډېرې ښې نمرې په تر لاسه کولو سره په چينګ هوا پوهنتون کې ومنل شو او هغه زمونږ په ولسوالۍ کې لومړی زده کوونکی دی چې په چينګ هوا پوهنتون کې زده کړې کوي.يو کليوال ماشوم د ۷۰۱ لوړې نمرې په تر لاسه کولو سره په چينګ هوا پوهنتون کې ومنل شو او دا د ښکارنديي کوي چې د چين د ملي ژبې په زده کړې سره د دوی اړوندې ښوونيزې چارې بريالۍ دي .د دې مکتب د جوړېدو موخه زما په ټاټوبي کې د ملي ژبې د زده کولو په برخه کې له ځايي ماشومانو سره مرستې او د دوی له خوا د عصري ښوونيز فرصت تر لاسه کول دي.

د چين صدراعظم لي که چيانګ د حکومتي کارونو په سږني راپور کې وويل چې زمونږ حکومت بايد لا عادلانه او باکيفيته ښوونې ته پرمختګ ور کړي. له دې څخه د ښوونې د عصري کېدو لپاره د چين د حکومت ټينګ باور او هوډ څرګنديږي.نو د مين شياو چينګ په شمول د چين د ملي ولسي کانګرس استازي هيله لري چې د شينجيانګ په کليوالو سيمه کې د ښوونکو معاش د زياتېدو لپاره نور تدبيرونه ونيول شي او لازيات استعداد لرونکي کسان په دې سيمه کې پاتی شي. مين شياو چينګ وويل، زما سږنی وړانديز په کليوالو سيمو کې د ښوونکو د معاش زياتوالی دی. دا يو تدبير دی او له دې لارې به استعدادلرونکي کسان په کليوالو سيمو کې ښوونيزې دندې پر غاړه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای