د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفارت په ځايي وخت د مارچ په ۱۳مه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په مناسبت او د دواړو هېوادونو د دوستو ښارونو ترمنځ د همکاريو لپاره مېلمستيا تر سره کړې. په امريکا کې د چيني سفارت وزير مستثارې شو شيو يوان او د امريکا د خويندو ښارونو د نړيوالې ټولنې مشر روګر مارک سوزه په ياده مېلمستيا کې ويناوې وکړې.
شو شيو يوان وويل، په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو لوی تاريخي پرمختګ موندلی دی چې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټه رسولې او نړيوالې سولې، سمسورتيا او ثبات ته يې وده ورکړې ده. په تاريخ کې دا ثابته شوې چې همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره تر ټولو ګټورې دي.
سوزه وويل، د چين او امريکا ترمنځ فولکلوري تبادلې د دواړو هېوادونو د دوستۍ او خپلې سمسورتيا او پرمختګ لپاره فرصت برابر کړی دی او دغه نړيواله ټولنه په دې برخه کې يوه ښه بېلګه ده. دغه ټولنه د دواړو هېوادونو د ښارونو ترمنځ د متقابل درناوي او پوره همکاريو غوښتنه کوي او د دواړو خواوو د دوستانه اړيکو د پرمختګ لپاره هڅه کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |