د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۱۴مه نېټه د ۲۰۱۸ کال لپاره په امريکا کې د بشري حقوقو ريکارډ خپور کړ او په کې راغلي چې امريکا خپل نړيوال مسؤليت له منځه وړی، په خپل سر بې لومړی د امريکايي ګټو په خوښه يو اړخيزې پاليسۍ پلي کړې، په پر له پسې توګه يې له څو نړيوالو سازمانونو څخه ځان ايستلی او د نورو د ځورونې رول يې لوبولی دی. په بهر کې د امريکا پوځي عمليات د بشري ناورينونو د رامنځته کېدو لامل شوي او دغه هېواد د رامنځ ته ستونزه جوړونکي په توګه د نړيوالې ټولنې لخوا غندل شوی دی.
په ياد ريکارډ کې ويل شوي چې امريکا د نړيوالې ټولنې د غندنې او غوښتنې سره سره له خپلې ژمنې څخه سرغړونه کړې او په پر له پسې توګه يې د ګوانتانامو بدنام زندان فعال ساتلی. د ګوانتامو په زندان کې زياتره بنديان لا تر اوسه نه دي محاکمه شوي.
د بشري حقوقو دغه ريکارډ د م م د شمېرنې په قول ويلي چې د ۲۰۱۸ کال په لومړيو ۹ مياشتو کې په افغانستان کې د امريکا د هوايي بريدونو له امله د عامو وګړو د مرګژوبلې شمېر له ۲۰۰۹ کال څخه راپه دې خوا له هر کال نه زيات شوی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |