د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م د بشري حقوقو د ۴۰مې غونډې په ترڅ کې په م م کې د چين دايمي پلاوي او د چين د بشري حقوقو څېړنيز انسټيټيوټ د مارچ په ۱۳مه نېټه د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګونو په اړه ناسته تر سره کړه. په ياده ناسته کې په هراړخيزه توګه د تاريخي واقعيتونو او قانوني نظرياتو په رڼا کې د شينجيانګ ريښتينې وضعيت معرفی او ځيني ناسم معلومات روښانه شول.
په ژنيو کې د م م په مقر کې او په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي يو جيان هوا په خپله وينا کې وويل چې ننني شينجيانګ په تر ټولو چټکه او ثابته تاريخي دوره کې دی، د بېلا بېلو قومونو خلکو اقتصادي، سياسي، ټولنيز، کلتوري او د چاپيريال حقونه په بشپړه توګه تضمين شوي دي. د تروريزم او افراطيت پر ضد د چيني حکومت کوښښونو د شينجيانګ د اوسنۍ سمسورتيا او ثبات لپاره ټينګ بنسټ ايښی دی.
د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د ۷۰ هېوادونو څه نا څه ۲۰۰ ډيپلوماتانو، د نړيوالو سازمانونو چارواکو او د اړوندو غير حکومتي سازمانونو استازو ګډون کړی و.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |