CRI Online

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ۲۰۱۸ کال لپاره په امريکا کې د بشري حقوقو ريکارډ او په همدې کال کې له بشري حقوقو څخه د سرغړونې راپور خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 18:04:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ په ۱۴مه نېټه د ۲۰۱۸ کال لپاره په امريکا کې د بشري حقوقو ريکارډ او په همدې کال کې له بشري حقوقو څخه د سرغړونې راپور خپور کړ. چين په دغه راپور کې پر بشري حقوقو د امريکا له تيري کوونکو کړو وړو څخه پرده پورته کړې ده.

دغه راپور چې په څو برخو ويشل کېږي، شاوخوا ۱۲ زره کليمې او د امريکا لخوا پر بشري حقوقو د تيري کولو راپور څه باندې ۱۰ زره کليمې لري.

په ياد ريکارډ کې ليکل شوي چې پر ځايي وخت د مارچ په ۱۳مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۱۸ کال لپاره د مختلفو هېوادونو د بشري حقوقو راپور خپور کړ. امريکا په دې وسيله په مداومه توګه د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې د بشري حقونو پر وضعيت نيوکه کوي او خپلې ګوټې يې ونيولې ،خو د خپل شتون بشري مسئلو ته يې سترګې پټې کړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای