CRI Online

امريکا به د روان کال په اګست کې د منځنۍ فاصلې ويشتونکو توغنديو د محدوديت له تړون څخه په سرغړولو سره د يو کروز توغندي د توغولو ازموينه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-14 18:44:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا خبري رسنيو د مارچ په ۱۳مه نېټه د پنتاګون د يو چارواکي له قوله خبر ورکړ چې دغه هېواد به د روان کال په اګست کې د منځني واټن ويشتونکو توغنديو د محدوديت له تړون څخه په سرغړولو سره د يو کروز توغندي د توغولو ازموينه تر سره کړي.

نوموړي چارواکي وويل، د دغه کروز توغنديو د ويشتلو واټن به کابو ۱۰۰۰ کيلومترو ته ورسېږي. که دغه ازموينه بريالۍ شي، ښايي يو نيم کال وروسته ياد توغندي پوځ ته ورکړای شي. هغه زياته کړه چې د امريکا د پلان له مخې به د سږ کال په نومبر کې يو بل منځنی واټن ويشتونکی توغندی وتوغوي او د يادو دوو ډولونو توغنديو د ګوليو سرونه عادي دي او ذروي خولۍ نه لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای