د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د مارچ په ۱۸مه نېټه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو د عالي رتبه استازې فدريکا مغيريني په بلنه د چين او اروپا د عالي ستراتيژيکو خبرو اترو په نهم پړاو کې برخه واخلي او په همدې ورځ به د ځانګړي مېلمه په توګه د اروپايې ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو د غرمې ډوډۍ په مېلمستيا کې له دغو وزيرانو سره کاري خبرې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |